انقره 02 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه درې ورځنۍ سركاري دورې ترسره كولو نه پس خپل پلاوي سره هېواد ته راستون شوے ۔ د زيارت په ورځ د اېسن بوعا په هوائي مېدان د ترکيه د تجارت وزير ډاکټر مهمت موش وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پاكستان پلاوې ته په مخه ښه اووې۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د مئي د 31مې نيټې نه د جون تر 02مې نيټې د تركيه په درې ورځنۍ سركاري دوره ؤ ۔ د وزيراعظكې چوكۍ سنبهالولو نه پس د وزيراعظم شهبازشريف دا د تركيه وړومبۍ دوره وه۔ وزيراعظم شهباز شريف د خپلې دورې په مهال د صدر رجب طيب اردوان سره يو په يو ملاقات كړے او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاويو په كچه ئې خبرې اترې هم كړي ٬ صدر رجب طيب اردوان د وزيراعظم شهباز شريف په اعزاز كښې د ماسختن مېلمستياﺀ هم وركړې۔ دواړو مشرانو د پاكستان او تركيه ترمېنځه د تفاهم په 6 يادښتونو د لاسليك په دستوره كښې ګډون كړے او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو په 75 كاله بشپړېدو مشتركه لوګو هم جاري كړې شوې٬ دواړو هېوادونو د دې سالګرې په ښه ډول د لمانځلو عزم څرګند كړے۔ دغسې وزيراعظم شهباز شريف په تود هركلي كولو او په زړه پورې كوربتوب د صدر رجب طيب اردوان مننه كړې ۔ وزيراعظم صدر طيب اردوان ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړې٬ د دورې په مهال وزيراعظم د ترکيه نوموړو كاروباري او په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ له خوښي لرونكو شخصياتو سره هم ملاقاتونه كړي۔ وزيراعظم د پاکستان ترکيه بزنس کونسل فورم ته هم وېنا كړې او په پاكستان كښې ئې د سرمايه کارۍ موقعې رامخې ته كړې۔ وزيراعظم د جديد ترکيه موسئس مصطفي کمال اتاترك مزار ته هم تلے او په قبر ئې د ګلونو څادر خپور كړے۔ دغسې خپله وره كښې وزيراعظم د ترکيه خارجه، صحت او د تجارت وزيرانو سره هم ملاقاتونه كړي
وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترکيه درې ورځنۍ سركاري دورې ترسره كولو نه پس هېواد ته راستون شو
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ