اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اقليتونو ښېګړې٬د قامي پرمختګ په هڅو كښې د دوي مكمل ګډون لپاره د هڅو جاري ساتلو او وسيلې پكار راوستلو لپاره د حكومت د عزم پخلې كولو سره وئېلي دي چې پاكستان د كوم ذات٬رنګ٬نسل او د مذهب د فرق نه بغېر زمونږ د ټولو دے٬په ګډه به د دې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره هڅې كول وي۔ده دا خبرې د اقليتونو قامي ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړی۔ده ووئيل چې هر كال د پاكستان په رغونه او پرمختګ كښې د اقليتونو كليدي كردار ته پیرزوينه وړاندې كولو٬د دوي زمونږ د عظيم قوم لازم برخه كېدو او د مذهبي اقليتونو د احترام د عزم پخلي لپاره د اګست 11 مه نېټه د اقليتونو قامي ورځې په توګه لمانځلې شي۔ده ووئيل چې اسلام د امن او روادارۍ مذهب دې٬د قرآن پاك له مخې د دين په معامله كښې هېڅ جبر نشته٬دا قرآني حكم سنت نبوي سره په ګډه هغه اصول ته بنياد وركوي كوم چې قائداعظم محمد علي جناح د اګست په 11مه نېټه كال 1948 كښې قوم ته په خپله وېنا كښې بيان كړی وو۔وزيراعظم ووئيل چې زمونږ په آئين كښې د مذهب آزادۍ او د اقليتونو د خلكو او مال تكريم ته قانوني شكل وركړی شوې۔حكومت نه يوازې د دې ذمه وارو نه خبر دې بلكې د دې مقاصدو ترلاسه كولو لپاره د خپل عزم مستقل ياد په توګه حكومت د اګست 11مه نېټه په سركاري توګه په ښه ډول د اقليتونو د قامي ورځې لمانځلو پريكړه كړې۔ده ووئيل جې د هغو اسباب خاتمه او د هغو خامو اصلاح كول كومې چې د سماجي او مذهبي استحصال سبب جوړېدې شي٬زمونږ د حكومت د پالېسو بنيادي ستن ده۔وزيراعظم وويل چې په دې موقع به ټولو اقليتونو ته خواست وكړم چې دوي دې د روادارۍ او د اتفاق فضاﺀ ته وده وركولو لپاره خپل كردار جاري وساتي ځكه چې په ټولنه كښې هم دغه يواځنۍ لار ده كومه به چې د مذهبونو د همغږۍ او د امن ودې لپاره زمونږ د شريك مقصد ترلاسه كولو سبب وګرځي۔ده ووئيل چې پاكستان د كوم ذات٬رنګ٬نسل او د مذهب د فرق نه بغېر زمونږ د ټولو دے٬په ګډه به د دې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره هڅې كول وي
پاكستان د كوم ذات٬رنګ٬نسل او د مذهب د فرق نه بغېر زمونږ د ټولو دے٬په ګډه به د دې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره هڅې كول وي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د اقليتونو د قامي ورځې په موقع پیغام
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ