اسلام آباد23جون (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي حکومت پروېز مشرف هېواد ته راوستلو لپاره سهولت وركول غواړي،پروېز مشرف سزا وار دے ھغه دې بېرته راشي او عدالت دې د ھغه كېس ته كتنه وكړي٬ بايد په بېرته راتللو قانون سره مخ شي۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ د ډائريکټوريټ آف ليګل اېجوکېشن پرانستې په موقع كړې۔ ده ووئيلوزيراعظم شهباز شريف خاص امر كړے چې بار كونسلز سره دې مرسته وكړې شي٬ عمر له جمهوريت لپاره بار كونسلز كليدي كردار لوبولے٬ د آمريت په دور كښې بار كونسلز يو شمېر ستونزو سره مخ شوي۔ ده ووئيل ليګل ايجوکېشن ډائريکټوريټ جوړولو لپاره سپريم کورټ امر كړے٬ د ډائريکټوريټ 7 كسيزه عمله هم تعينات كړې شوې ٬ د لاء كالجز پحقله ټول معلومات ډائريکټوريټ څخه اخستې كېدے شي او د رجسټرډ لاء كالجز معلومات هم د ډائريکټوريټ په وېب پاڼه موجود دي۔ ده ووئيل د وزير اعظم شهباز شريف صوابديدي فنډ څخه ګرانټ ان ايډ څلور كروړه روپۍ شوے او سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن ته هم څلور كروړه روپۍ ګرانټ وركړے شوے ۔ د دې نه وړاندې د قانون وزيرپه سپريم کورټ كښې د ډائريکټوريټ آف ليګل اېجوکېشن پرانسته وكړه۔ په دستوره كښې د پاكستان بار كونسل وائس چيئرمېن حفيظ الرحمان چوهدري، د سپريم کورټ بارصدر او سينئر وكيلانو ګډون كولو
حکومت پروېز مشرف هېواد ته راوستلو لپاره سهولت وركول غواړي، بايد بېرته په راتګ قانون سره مخ شي۔ د قانون وزير اعظم نذير تارړ
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج