اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مملكت حنا رباني كهر وئېلي دي د اېف اے ټي اېف غونډه په برلن كښې روانه ده٬اېف اے ټي اېف به نن د شپې د غونډې اختتام نه پس بيان جاري كوي۔په خپل يو ټوېټ كښې وزير مملكت ووئيل د غونډې نتيجې په اړه يا قياس كولو څخه بايد د رپورټنګ نه ډډه وكړې شي٬د پاكستان حكومت په دې معامله به(نن)د خالي په ورځ سهار د خارجه چارو وزارت كښې د مېډيا بريفنګ اهتمام كړے۔دا امر د ذكر وړ دے چې د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر د المان په برلن ښار كښې د اېف اے ټي اېف په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔په غونډه كښې د كال 2018 او 2021 اېف اے ټي اېف ايكشن پلان له مخې د پاكستان په پېشرفت غور شوے ۔غونډه به د اېف اے ټي اېف انټرنېشنل كوآپرېشن ريويو ډلې(آئي سي آر جي)سفارشات جائزه اخلي۔وزير مملكت حنا رباني كهر د پاكستان قامي اېف اے ټي اېف رابطه كمېټۍ مشره هم ده۔المان د 13 نه تر 17 جون په برلن كښې د اېف اے ټي اېف غونډې كوربتوب كوي۔دې د اېف اے ټي اېف عهديدارو او غړو هېوادونو مشرانو سره هم ملاقاتونه كړي او هغوي يې د اېف اے ټي اېف د دواړو ايكشن پلانز بشپړولو لپاره د پاكستان لخوا د شوې پېشرفت نه خبر كړي
اېف اے ټي اېف به(نن)د شپې د غونډې په اختتام بيان جاري كوي۔د بهرنيو چارو وزير مملكت حنا رباني كهر ټوېټ
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino