پينډۍ 17دسمبر (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاويد باجوه سره په پاکستان كښې د جمهوريه چيك سفير ټومس سميټانکا د جمعې په ورځ په جي ايچ کيو كښې ملاقات کړې دې۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو ،سيمه ايزې سلامتيا ،د افغانستان په موجوده صورتحال او افغانانو سره انساني مرستې لپاره په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع سرلښكر ووئيل پاکستان د اروپائي ائتلاف هېوادونو سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او مونږ تمه لرؤ چې د شريكو ګټو په بنياد ګڼ اړخيزه اړيكې به لا زياتې شي۔ د جمهوريه چيك سفير د افغان په صورتحال كښې د پاکستان کردار او سيمه ايز استحکام لپاره هڅې وستائلې او پاکستان سره په هره كچه ئې د سفارتي مرستې لا زياتولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا