اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدري فواد حسېن وئيلي دي هېواد كښې د ضروري څيزونو بيعې كمېږي، د چينو په بيعه كښې 60 روپو څخه زياته كمي راغلې، د اوړو او چينو پشمول د ضرورت نورو څيزونو بيعې سندھ كښې زياتې دي، سندھ كښې د 30 كلونو راهسې په اقتدار كښې ناستو د ضروري څيزونو بيعې قابو نه كړې، د سندھ وزیراعلیٰ دې خپلې چارې سمي كړي، ن لیګ د عدلېه او پوځ په ضد كمپائن سپانسر کړے، هيله لرو عدليه به د دې نوټس واخلي او دا به تر منطقی انجام ورسولې شي، د پارلیمان مينډيټ له مخې بايد الیکشن کمېشن راروانې ضمنی ټاكنې د ای وی ایم د لارې وكړي، قانون يواځې پد ای وی اېم ټاكنې مني۔د نهې په ورځ د وفاقي کابینې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ وركولو كښې وفاقی وزیر ووئيل په نننې كابينه غونډه كښې وفاقی وزیر اسد عمر او خاص مرستيال ډاكټر فیصل د کورونا نوي قسم اومی مېکرون په اړه کابینې ته بریفنګ وركړے۔ وفاقي كابينې ته وئيلي شوي د كورونا نوي قسم اوميكرون خپريدو شرح زياته تنده ده، دا نوے قسم د جنوبي افريقې څخه پيل شوے۔ د ابتدائي اطلاعات په بنياد د دې د خپريدو شرح تنده ده۔كابينې د اولس تحفظ لپاره د ماسك كارولو، سماجي فاصلې او د ويكسينيشن ترغيب وركو۔ده ووئيل وفاقي كابينې په حلقه اين اے 133 كښې د ضمني ټاكنو په مهال د ووټونو په بيعه د اخستو مبينه ويډيو رامخې ته كيدو او سندھ كښې د ضروري څيزونو بيعه كښې په زياتوالې د تشويش څرګندونه كړې۔ده ووئيل په غونډه كښې افغانستان لپاره د 50 زره ټنه غنمو امداد او د افغانستان په صورتحال د او آئي سي هېوادونو خارجه وزيرانو خصوصي غونډه په پاكستان كښې د كولو منظوري وركړې شوې ۔ ده ووئيل په غونډه كښې اليكټرانك ووټنګ مشين معارفي كولو په اړه او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د ووټنګ مشينونو ترلاسه كولو، د عملې تربيه، اړوندو ادارو ذمه وارو ،د اولسي خبرتيا كمپائن او په ټاكلي وخت كښې د ترسيل په اړه بريفنګ وركړو۔د اطلاعات وزير ووئيل كابينې په حلقه اين اے 133 كښې د ضمني ټاكنو په مهال د ووټونو په روپو د اخستو مبينه ويډيو باندې د سخت تشويش څرګندونه كړې ۔ كابينې ووئيل دا ډول غير قانوني اقدامات د جمهوريت په ضد دي ۔ د سپېځلتيا ترمخه كابينې د كورونا وبا په پيكج د آډټ رپورټ په اړه اړوندو ادارو ته د وضاحت كولو سپارښتنه كړې ۔وفاقي وزير ووئيل د خزانې صلاحكار وفاقي كابينې ته د ضروري څيزونو د بيعې تقابلي جائزه وړاندې كړې۔ كابينې ته وئېلې شوي چې د تېرې اونۍ په مهال د ګرانۍ شرح 0.67 فيصده كمه شوې، دغسې د 05 څيزونو بيعه كښې كمے راغلے ۔ ده ووئيل كابينه خبر كړې شوه چې سيمه كښې د غوړو او تور چائے بيعې نه علاوه د نور استعمال څيزونو بيعه په پاكستان كښې كمه ده۔په دې څييزونو كښې اوړه ، د چڼو دال ، ماش دال ، مونګ، ټماټر، پياز، چرګ او پيټرول شامل دي۔وفاقي وزير ووئيل كابينې ته ووئيل شول اوړه ، چيني، دال مونګ او د چڼو دال بيعه سندھ كښې د نورو صوبو په مقابل كښې زياته ده۔ كابينې په سندھ كښې د څيزونو په بيعه د تشوېش څرګندونه وكړه۔دغسې پيټروليم ډويژن كابينې ته ذيلي ادارو كښې د اېم ډي او سي اي او خالو چوكو په اړه بريفنګ وركړو۔ده ووئيل كابينه خبر كړې شوه چې دا مهال 4 چوكۍ خالي دي په كومو چې د تعيناتيو عمل روان دے۔د هوا بازۍ وزارت په سفارش كابينې د ميسرز سرينا ايئر، ميسر ايئر بليو، ميسرز پي آئي اے او د سي ايل او ميسرز د قامي هوا بازۍ پاليسي 2019 ترمخه د هوا بازۍ لائسنس تجديد منظوري وركړه۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې د هوا بازۍ وزارت په وېنا سول ايوي اېشن اتھارټي رولز ترمخه د هوائي اډو د اړخه د جوړېدونګو دنګو ودانيو د حد مقررولو منظوري وركړې ۔دغسې اسلام آباد بليو ايريا كښې د ودانيو د دنګوالي حد 1000فټ مقرر كړے شوے۔ دغسې د كامرس وزارت په سفارش كابينې د پاكستان په سفارتخانه تهران كښې عملې له د هارډشپ پاليسۍ ترمخه هېواد ته په راستنيدو د ذاتي استعمال ګاړو درآمد كولو اجازه وركړې ۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت په سفارش كابينې بهر هېوادونو څخه د تبليغي جماعت پاكستان ته راتلونكو وګړو لپاره د ويزې موده 120 ورځو څخه تر 150 ورځو ته رسولو منظوري وركړې ۔ويزا به د آن لائن ويزا پورټل د لارې ترلاسه كېږي۔ دغسې كابينې د ايمپلائز اولډايج بينيفټس انسټيټيوشن (اي او بي آئي) چيئرمېن تعيناتۍ لپاره د تګلارې منظوري هم وركړې ۔دا تعيناتي به د مسابقتي عمل ترمخه مينجمنټ پوزيشن سكيل پاليسي 2020 د لارې كولې شي۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت په سفارش كابينې د اوورسيز ايمپلائمنټ پروموټر لائسنسز جارې كولو منظوري ځنډولې ۔كابينې سپارښتنه وكړه چې د دې پروموټرز د كار جاج اخستو لپاره به تګلاره په يوه اونۍ كښې جوړولې شي۔كابينې د اداره جاتي اصلاحات كمېټۍ د 12نومبر 2021 په غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق هم كړے او په غونډه كښې د پاكستان جيمز او جيولري ډويلپمنټ كمپني تنظيمِ نو سفارش شوے۔ دغسې كابينې د توان كمېټۍ د 18نومبر2021 په غونډه كښې د پريكړو توثيق وكړو ۔ د توان كمېتۍ د ګيس لوډ مينجمنټ پلان 2021-22ء او كيماړي كراچۍ كښې د تيلو ډپو جوړولو سفارش كړے ؤ۔ ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت په سفارش كابينې د آئي ټي اين اي چيئرمېن او پريس كونسل آف پاكستان چيئرمېن تعيناتيو لپاره د سليكشن بورډ جوړولو منظوري هم وركړې ۔ د آئي ټي اين اي چيئرمېن لپاره سليكشن بورډ به په اطلاعات وزير ،سيكرټري اطلاعات،ايډيشنل سيكرټري اطلاعات، د ګريډ 21 اسټيبلشمنټ ډويژن په افېسر او د قانون وزارت په نمائندګانو مشتمل وي۔د پرېس كونسل آف پاكستان چيئرمېن سليكشن بورډ به د اطلاعات په وزير ،سيكرټري اطلاعات،ايډيشنل سيكرټري اطلاعات، د ګريډ 21 د اسټيبلشمنټ ډويژن په افيسر او د قانون وزارت په نمائندګانو مشتمل وي۔دغسې كابينې محمد سليم د نجكارۍ كمېشن چيئرمېن لګولو منظوري هم وركړې ۔وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د صنعت او پيداوار وفاقي وزير كابينې ته په هېواد كښې د سرې موجوده اسټاك او بيعو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے۔ كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 29 نومبر2021 په غونډه كښې د شوې پريكړې توثيق كړے او په غونډه كښې د افغانستان په صورتحال او آئي سي هېوادونو خارجه وزيرانو خصوصي غونډه په پاكستان كښې د كولو منظوري او افغانستان لپاره د 50 زره ټنه غنمو امداد منظوري هم وركړې شوې ۔ده ووئيل په نړيواله كچه چې د ګرانۍ باوجود كوم اقدامات ممکن وؤ هغه مونږ كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل سندھ كښې داسې اقدامات نه دې شوې،د بده مرغه هغوې پخپله په دې ذخیرہ اندوزۍ كښې ككړ دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اپوزیشن احتجاجی سیاست موسمی دے ، هغوې په يخښنۍ كښې رابهر كېږي او په ګرمۍ كښې دننه ناست وي ۔۔
هېواد كښې د ضروري څيزونو بيعه كمېږي،د اوړو او چينو يعه په سندھ كښې زياته ده، سندھ كښې 30 كلونو راهسې په اقتدار كښې ناستو كسانو د ضرورت څيزونو بيعې قابو نه كړې، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسېن د كابينې غوندې نه پس میډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena