اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي)د وزیراعظم د خزانې او ریونیو صلاحكار شوکت ترین سره د کوکاکولا آئی سك پلاوې د جنرل منیجر احمت کورسد ارتن په مشرۍ كښې ليدلې دي۔د نهې په ورځ د خزانې وزارت د اړخه جارې شوې بيان له مخې کوکاکولا آئی سك پلاوې هركلي كولو سره د خزانې صلاحكار ووئيل حکومت سرمایه كارو او كاروباري ورورولۍ له ښه چاپيرچل وركولو له لوظي دے او په دې اړه کاروباری آسانیو وركولو له ګامونو پورته كولو سره سره مراعات او بشپړ معاونت وركوې۔ وفد د ترکش کوکا کولا کمپنۍ په پاکستان كښې د کاروباری آپریشنز په اړه بریفنګ وركړو۔ پلاوي ووئيل هېواد كښې کاروباري او د سرمایه كارۍ ودې په اړه د حكومت هڅې ستايو۔ پلاوي پاکستان كښې د بیوریج صنعت پرمختګ او ودې سره سره معاشی شرح نمو زياتولو لپاره ډيوټيز او ټیکسز په اړه بيل تجاویز هم وړاندې كړل۔ د خزانې صلاحكار پلاوې ته پاکستان كښې د کمپنۍ کاروبار په اړه د هر دول ممكنه معاونت په لړ كښې د باور وركولو سره ووئيل حکومت کاروباری آسانیو وركولو لپاره هر ممكنه اقدامات باوري كوي او هغوې له به مساوی موقعې وركولې شي ځكه چې حکومت سرمایه کارۍ او د برآمدات په بنیاد په معاشی پرمختګ باور لري۔ ده د پلاوي ډاډګيرنه كولو سره ووئيل برآمدی مارکیټ كښې داخليدلو له حکومت به د دې اقدام بشپړه مرسته كوي۔ پلاوي غړي سینان سم ساهن د حکومت د اړخه شوي عملی اقدامات ستائلو سره ووئيل د پاکستان حکومت کاروباری ورورولۍ او سرمایه كارو له په ښه کاروباری ماحول وركولو او په پاکستان كښې غیر ملکی سرمایه کارۍ ودې لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي۔ په خپل اختتامی کلمات كښې د خزانې صلاحكار پلاوي له پاکستان كښې کاروبار پيل كولو په اړه د هر ممكنه مرستې باور وركړو
د وزیراعظم د خزانې او ریونیو صلاحكار شوکت ترین سره د کوکاکولا آئی سك پلاوې وليدل
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena