اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) اسلام آباد كښې په فتنه، فساد او شر خپرونكو جلسو، جلوسونو د مستقل بنديز لګولو پريكړه شوې٬ دغسې د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي فسادي ډلې او شر خوښو عناصرو له هېواد يرغمال كولو اجازه به هيڅ چرې ورنه كړې شي،سباؤن كښې به كوم فسادي لانګ مارچ يا جلوس له اسلام آباد ته د داخليدو اجازه نه وركړے كېږي ،د وګړو د ځان او مال د تحفظ ذمه واري د رياست ده، رياستي ادارې به په هر صورت امن باوري كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پي ټي آئي لانګ مارچ د امن جاج اخستو غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو سيکرټري پشمول د پنجاب پوليس آئي جي او د اسلام آباد پوليس آئي جي دغسې پينډۍ ،سرګودها، فيصل آباد، او شيخو پوره ضلعو آر پي اوز ګډون وكړو۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې د پي ټي آئي په 25 مئي د لانګ مارچ نتيجه كښې ټول هېواد كښې د شوي مالي او ځاني زيان تفصيلات وړاندې كړے شول۔په غونډه كښې د پي ټي آئي لانګ مارچ كښې د شاملو شرخوښو عناصرو په پوليس، رينجرز او نور قانون نافذ کوونكو ادارو د بريد او د پي ټي آئي لارښودو د كورونو او ګاړو څخه د برآمد شوې وسلې تفصيلات په اړه ووئيل شول۔په غونډه كښې د سياسي ګوند په شكل كښې د پرتشدد جلسې جلوسونو په سختۍ سره مخنيوي لپاره د تګلارې جوړولو ، پايه تخت اسلام آباد كښې فتنه، فساد او شر خپورنكو جلسو، جلوسونو په داخليدو د مستقل بنديز لګولو پريكړه شوې۔په غونډه كښې د اسلام آباد انتظاميې ته د فسادي مارچ لاره نيولو لپاره د لا اقدامات سپارښتنه هم شوې۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د پوليس کانسټيبل کمال احمد د شهادت پېښه يوه ناوړه پېښه ده، د وګړو د ځان او مال د تحفظ ذمه واري د رياست ده، رياستي ادارې دې امن په هر صورت باوري كړي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د عدالت عظميٰ د اړخه په 25 مئي د پي ټي آئي جلسې ته په ايچ نائن سيکټر كښې اجازه وركړې شوې وه د كومې چې پي ټي آئي غلط او ناجائز ګټه پورته كړې او شر خوښو عناصرو په ډي چوك مسلح د قبضې كولو هڅه كړې۔ده ووئيل مونږ ځاني او مالي زيان تفصيلات اټارني جنرل د لارې عدالت عظميٰ كښې جمع کوو دغسې چې د پي ټي آئي شر خوښې او په پوليس د تشدد او مسلح کارروائي د عدالت په نوټس كښې راوستلې شي۔ ده په امن باوري كولو او وګړو ژوند محفوظولو له د پوليس او انتظاميې کردار وستائلو
د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله په مشرۍ كښې د پي ټي آئي لانګ مارچ د امن جاج اخستو غونډه، اسلام آباد كښې په فتنه، فساد او شر خپرونكو جلسو، جلوسونو د مستقل بنديز لګولو پريكړه
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات