اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) وفاقي حكومت د يكم مارچ څخه د ګرېډ 1 نه تر 19 سركاري ملازمينو ته په بنيادي تنخا د 15 فيصد تخفيف تفاوت الاؤنس وركولو پريكړه كړې ۔د خزانې وزارت لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي ياد شوے پیكج صوبو ته د خپل فنډ څخه د وركولو هم وړاندېز شوے۔بيان كښې وئېلي شوي د فنانس ډويژن لخوا ټائم اسكيل پروموشن لپاره په يوې سمرۍ كار پیل كړے شوے چې بنيادي مقصد يې په يو ګرېډ كښې د اوږدې مودې څخه پاتې شوو ملازمانو ته رامخې ته شوې ستونزې كمول دي۔بيان كښې وئېلي شوي د خېبرپښتونخوا په طرز د پوسټونو اپ ګرېډېشن معامله به د اپرېل تر آخر د اسټېبلشمنټ ډويژن اېم اېس ونګ لخوا د سټډي نتيجو په بنياد ترسره كولې شي۔د خزانې وزارت له مخې اېډهاك رېليف/الاؤنسز په تنخا كښې ضم كولو پريكړه به د پے اينډ پنشن كمېشن رپورټ تر مخه كولې شي او د لوظ نامې له مخې به دغه په بنيادي تنخا كښې ضم كولې شي
د وفاقي حكومتله د يكم مارچ څخه د ګرېډ 1 نه تر 19 سركاري ملازمانو ته په بنيادي تنخا د 15 فيصده تخفيف تفاوت الاؤنس وركولو پريكړه
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores