اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي)پاكستان په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل 48مه غونډه كښې په متفقه توګه د منظور شوو قراردادنوو په اړه د هند د خارجه وزارت بيان ناقابل قبول او غېر ذمه واره ګړځولو سره په سختۍ سره رد كړے او وئېلې يې دي د هند خارجه وزارت د منطق نه خالي بيان د يو داسې هېواد د مايوسۍ عكاسي كوي كوم چې بې نقابه او تنها شوے٬د تاريخي حقائقو نه د ډډې كولو او د نړيوالې ټولنې ګمراه كولو په ضد هند ته مشوره وركړې كېږي چې هغه پخپله اوسنۍ نظريه نظرثاني وكړي او د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د هند په ريماركس سخت غبرګون كښې ووئيل او آئي سي د اسلامي امت اجتماعي غږ دے او د ملګرو ملتونو نه پس دوهم لوي نړيوال تنظيم دے كوم چې 57 غړي او 6 مبصر هېوادونه لري۔د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د هغوي جائزو هڅو له ملاتړ د او آئي سي پخوانے اصولي دريځ دے۔
د هند خارجه وزارت د منطق نه خالي بيان د يو داسې هېواد د مايوسۍ عكاسي كوي كوم چې بې نقابه او تنها شوے ۔د خارجه دفتر وياند د هند په ريماركس د سخت غبرګون څرګندونه
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا