اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف قيمتي غېر ملكي ډالۍ په خپل تصرف كښې د راوستلو په ځاے په توشه خانه كښې د جمع كولو ځانګړې روايت او مثال جوړولو سره هدايت كړے چې غېر ملكي ډالۍ دې اولس ته د ښودلو اهتمام وكړے شي او دا دې په مستقل توګه په وزيراعظم هاؤس كښې كېښودلې شي چې دغسې اولس د دوست هېوادونو لخوا پاكستان سره د مينې نه خبر وي۔په دې لړ كښې دې په وزيراعظم هاؤس كښې ځاې بېل كړے شي۔د سركاري ذريعو له مخې وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان په تاريخ كښې يو ځانګړې مثال او په وزيراعظم هاؤس كښې يو نوې روايت جوړ كړے۔د سركاري ذر يعو له مخې وزيراعظم د بهرنيو هېوادونو څخه ترلاسه شوې ډالۍ په سركاري خزانه كښې جمع كړي۔په توشه خانه كښې د جمع كړو ډالو ماليت 27 كروړه روپۍ دے۔وزيراعظم ته دا قيمتي ډالۍ د خليجي هېوادونو د دورو په مهال وركړې شوې وې۔په ډالو كښې د هيرو جوړې دوه قيمتي ګړۍ هم شامل دي۔د يوې ګړۍ ماليت 10 كروړه او د بلې قيمت 17 كروړ ښودلې شوې۔د سركاري ذريعو له مخې د خليجي هېوادونو لخوا وزيراعظم شهباز شريف ته د پخواني وزيراعظم په مقابل كښې زياتې ګرانې ډالۍ وركړی شوې وې خو وزيراعظم د ګړو٬قيمتي قلم٬ګوتمې٬كف لنك(بټن) او د خوشبو پشمول ټولې قيمتي ډالۍ په توشه خانه كښې جمع كړی دي۔د ذريعو له مخې شهباز شريف د پنجاب وزيراعلٰی په توګه په خپل لس كلن دور كښې ترلاسه ټولې غېر ملكي ډالۍ په توشه خانه كښې جمع كولې
وزيراعظم شهباز شريف د قيمتي غېر ملكي ډالۍ په توشه خانه كښې د جمع كولو ځانګړې روايت او مثال قائم كړو٬غېر ملكي ډالۍ دې اولس ته د ښودلو اهتمام وكړے شي او دا دې په مستقل توګه په وزيراعظم هاؤس كښې كېښودلې شي۔د وزيراعظم هدايت
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی