اسلام آباد 20اکتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي علامه حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د پاكستان او امت مسلمه د ټولو ستونزو حل د سيرت مصطفٰی صلی الله عليه وآله وسلم په رڼا كښې راويستل كېدے شي، وزيراعظم عمران خان پاكستان د مدينې منورې په طرز د فلاحي رياست جوړولو هڅې كوي چې دغسې په هېواد كښې كمزور او طاقتور لپاره يو قانون وي، وزيراعظم عمران خان په دې لړ كښې د موذن كردار ترسره كوي، بايد سياسي ګوندونه د وزيراعظم په مشن كښې د هغه ملګرتيا وكړي. د نهې په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د رحمته للعالمين اتهارټۍ جوړولو پرېكړه خوشبينه ده، بايد دا اتهارټۍ د پاكستان جوړېدو سره جوړه كړې شوې وه ځكه چې پاكستان هم دې مقصد لپاره جوړ كړے شوے و چې په هېواد كښې د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم لخوا راوړل شوے نظام نافذ شي خو له بده مرغه داسې ونه شول خو اوس وزيراعظم عمران خان د دې بنياد ايښې او كه پاكستان په دې پلو مخ په وړاندې لاړو نو راتلونكي نسلونه به د سيرت مصطفٰی ﴿ص﴾ او د هغه د تعليماتو څخه لارښونه ترلاسه كړي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په رښتيا پاكستان د مدينه منوره په طرز رياست جوړول غواړي، بايد ټول سياسي ګوندونه ، علما او مشائخ په دې مشن كښې د هغه ملګرتيا وكړي.
وزيراعظم عمران خان د مدينې د رياست خبره كولو سره د موذن كردار ترسره كوي، بايد سياسي ګوندونه د وزيراعظم په مشن كښې د هغه ملګرتيا وكړي. علامه حافظ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria