اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيړ چوهدري فواد حسېن سره د اسلام آباد هائي كورټ بار، ډسټركټ جهلم ، سوهاوه او پنډ دادنخان بار اېسوسي اېشنز پلاوو د زيارت په ورځ ملاقاتونه وكړل. د اسلام آباد بار اېسوسي اېشن پلاوي كښې سينئر اېډوكېټ سيد علي بخاري، راجه قمر عنايت چوهدري خانزاده او نور شامل وو. د ملاقات په مهال د پنجاب اېډيشنل اېډوكېټ جنرل چوهدري فېصل فريد او د لاهور هائي كورټ بار پخوانې صدر چوهدري بلال رضا هم موجود وو. پلاوي وفاقي وزير ته د اطلاعاتو وزارت چوكې په سنبالولو مباركي وركړه. پلاوي وفاقي وزير د وكيلانو د ستونزو نه خبر كړو. په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيړ چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د وكيلانو ستونزې هوارول زمونږ د حكومت وړومبې ترجيح ده. بار اېسوسي اېشنز زما دوهم كور دے. بار اېسوسي اېشنز سره كورنۍ تړون لرم. ده ووئيل چې د دستور په عمل دارې او د قانون په حكمرانې كښې د وكيلانو مهم كردار دے. وكيلان د جمهوريت، بشري حقونو او د آئين محافظ دي، د آئين په بالادستې كښې به د وكيلانو مثالي كردار تل ياد ساتلې شي. وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم بار اېسوسي اېشنز سره د رابطې او د دوي ستونزې حل كولو لپاره خاص ټاسك راكړے. وفاقي وزير ووئيل چې د ځوانانو وكيلانو چېمبرز جوړولو لپاره به د كامياب ځوان پروګرام د لارې تر 10 لكه قرض وركول باوري كولې شي. ده ووئيل چې وكيلان به د وزيراعظم په نوي پاكستان هاٶسنګ پروژه هم شاملولې شي. ده ووئيل چې هغه به ډېر زر د اسلام آباد او پېنډې بار اېسوسي اېشنز دوره وكړي. وفاقي وزير د پنجاب وزيراعلٰی پروګرام له مخې ډسټركټ بار جهلم ته د 30 لكه روپو او د سوهاوه او پنډ دادنخان ته د 10 ، 10 لكه روپو چېكونه وركړل. د جهلم، پنډ دادنخان او سوهاوه د پلاوو مشري راجه ضمير اختر، توقير احمد خان او راجه ګل نواز وكړه.
د ځوانانو وكيلانو چېمبرز جوړولو لپاره به د كامياب ځوان پروګرام د لارې تر 10 لكه قرض وركول باوري كولې شي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د بار اېسوسي اېشنز پلاوو سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے