اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) په چين كښې د پاکستان سفير معين الحق وئيلي دي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) فيز ټو دائره كار ډېر پراخه دے ٬ په دې كښې د صنعتونو منتقلۍ٬ د زرعي څانګې جديد كول٬ په سائنس او ټيکنالوجۍ كښې مرسته ٬ روزګار پېدا كولو او د اولس سماجي او اقتصادي خېرښګړې ته پاملرنه روانه ده۔ معين الحق ګلوبل ټائمز سره خپلې مركه كښې ووئيل دواړه ډلې په ګوادر پورټ او د ګوادر فري ټرېډ زون په پرمختګ كښې په تندۍ سره پېشرفت كوي چې ورسره به سيمه ايز روابط او اقتصادي پرمختګ وده ومومي۔ ده ووئيل په تېرو دوه كالو كښې د كرونا نړيواله وباء رامخې ته چېلنجز باوجود د سي پېك له مخې مرسته او په ټولو منصوبو كار د كوم خنډ نه غېر روان دے۔ ده ووئيل د مشتركه مرستې كمېټۍ په دې وروستيو كښې په لسمه غونډه كښې د سي پېك فرېم ورك له مخې په پراخه كچه د مرستې جاج اخستو سره نورې څانګې رامخئ ته كړي۔ ده ووئيل په لسم سي پېك فرېم ورك كښې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ او په صنعت يو مشتركه وركنګ ګروپ جوړ كړے شوے كوم څخه چې به د دواړو هېوادونو وژن له مخې سي پېك كښې د لوړ معيار پرمختګ له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل بېلټ اېنډ روډ انېشيټو يوه مهمه منصوبه ده چې مقصد ئې د سړكونو٬ رېل٬ فائبر آپټك كېبلز٬ انرجي پائپ لائنز٬ صنعتي كلسټرز نېټ د لارې پاكستان٬ چين د منطقې د نورو سيمو ترمېنځه رابطې او تجارتي روابط زياتول دي
سي پېك فېز ټو كښې د صنعتونو منتقلۍ٬ د زرعي څانګې جديد كول٬ په سائنس او ټيکنالوجۍ كښې مرسته ٬ روزګار پېدا كول او د اولس سماجي او اقتصادي خېرښګړې ته پاملرنه روانه ده۔ په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج