فېصل آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د داخله وزير رانا ثناالله خان وئيلي دي چې فري اينډ فيئر اليکشن كول ?? وخت اهم ضرورت دے٬ ټولو سياسي ګوندونو له به هېواد د سياسي٬ آئيني او معاشي بحران نه رابهر كولو لپاره سوچ كول وي٬ خو دې اهمې مسئلې لپاره دوه درې ساعته وخت كافي نه دے ۔ د خالي په ورځ د واړه اختر لمانځ نه پس خپله ډېره كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د عمراني حكومت د څلور كلنه پاليسو په سبب هېواد دا مهال ستونزو سره مخ دې ځكه چې آېي اېم اېف سره د لوظنامې په رڼا كښې پېدا شوې معاشي بحران عام وګړي لپاره ستونزې پېدا كوي او د برېښنا٬ ګاز٬ پټرول ??و نورو څيزونو ??يعه كښې اضافې د اولس ملا ماته كړې ده او دا معاشي بحران سياسي ګوندونو لپاره هم د تكليف ??بب جوړېږي ځكه چې په دې وضعه كښې په عام وګړو كښې منفي جذبات قدرتي خبره ده۔ ده ووئيل په هېواد كښې قامي او د صوبائي اسمبليو انتخابات د آئين او قانون په رڼا كښې په يوه ورځ او د كيئر ټېكر په سېټ آپ كښې كېدل پكار دي ځكه چې كه په پنجاب كښې يوازې الېكشن وشي او دلته يو ګوند اكثريت سره كامياب شي نو ?? دې اثرات ??ه په نورو انتخاباتو هم وشي٬ د دې كه يو خوا په صوبو كښې شكايت پېدا كېږي نو ??لخوا ??ه په مركز كښې هم د دې اثرات مرتب شي٬ د دې سبب دا دې چې د قامي اسمبلۍ په مجموعي 272 كښې 146 چوكۍ په پنجاب كښې دي او دغسې دلته چې به كوم حكومت جوړېږي د دې نه پس ??ه په كېدونكو انتخاباتو خامخه اثر انداز كېږي۔ ده ووئيل د دې به بل لوے زيان دا وي چې څوك به د دې يو اړخيزه انتخاباتو نتيجې نه تسليموي۔ رانا ثناالله خان ووئيل د ټولو صوبو د ممكنه احتجاج او د وړاندې نه د پنجاب په اړه د دوي تحفظات لرې كولو لپاره د لنډمهاله سېټ اپ له مخئ په ګرد هېواد كښې په يوه ورځ د ټولو اسمبليو انتخابات ضرور دي۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) پشمول ټول ??ياسي ګوندونه د عدليه ډېر احترام كوي۔ ده ووئيل يوه مسئله هم يو ګوند تنها نشي حل كولې دې لپاره به ټولو ګوندونه له په ګډه سوچ كول وي خو دې لپاره داسې نشي كېدې چې سياسي ګوندونو ??ه ووئيل شي چې په دوي دريو ساعتو كښې پرېكړه وكړئ راشۍ نو ??لېكشن به وړاندې كړې شي ګني نو ??لېكشن به هم د مئي په 14مه نيټه كېږي۔ ده ووئيل كله چې په آئين كښې بدلون وكړې شي چې الېكشن ??ه په يوه ورځ د لنډمهاله حكومت له مخئ كېږي نو ??يا جلد بازي و??ې كېږي، د ټولو اسمبليو موده په اګست كښې ختمېږي او دغسې په اكتوبر كښې الېكشن كېدل دي خو كه د چا ډېره تلوار وي او د وخت نه وړاندې الېكشن كول ??روري ګڼي نو ??ې لپاره سياسي ګوندونو له وخت وركول ??روري دې دغسې چې ھغوي كومې ممكنه٬ مشتركه پرېكړې او نتيجې ته ورسېدې شي خو د دې نه به اول ??نا بهر كول وي۔ ده ووئيل هېواد په آئيني٬ سياسي او معاشي بحران
آزادې او بې پرې ټاكنې كول د وخت مهم ضرورت دے٬ ټولو سياسي ګوندونو له به هيواد له سياسي٬ آئيني او معاشي بحران نه بهر كولو لپاره سوچ كول وي۔ وفاقي وزير رانا ثناالله خان
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری