اسلام آباد21جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان به افغانستان كښې د امن بهير ملاتړ روان ساتي٬ امن لپاره نړۍ سره په مرسته كولو مونږ د امن په هلو ځلو كښې شراكتدار يو۔ د ګل په ورځ د تركيه او د منطقې په اړه خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل افغان امن عمل نازك پړاٶ ته رسېدلے٬ افغانستان كښې امن د يو شمېر هېوادونو ترجيح ده٬ په تركيه كښې زما خپل افغان همڅنګ حنيف اتمر سره ملاقات شوے چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او د امن عمل پحقله ګټورې خبرې شوي۔ خارجه وزير ووئيل د افغانستان د اعلٰې كچ د روغې جوړې كونسل چيئرمېن ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم ګټوره غونډه شوې، د افغانستان د كورني صورتحال نه خبر شوي يو او ما ته د پاكستان د موقف وړاندې كولو موقع ترلاسه شوې۔ د انطاليه سفارتي فورم پحقله خارجه وزير ووئيل په انطاليه كښې د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزيران موجود وو٬ د ملاقاتونو په مهال د پاكستان د نقطه نظر وړاندې كولو موقع په لاس راغلې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د فلسطين خپل همڅنګ سره په ملاقات كښې د فلسطين په مسئله تفصيلي خبرې شوي او د قطر او كوېت خارجه وزيرانو سره ملاقات كښې د مېنځني ختيز په صورتحال خبرې شوي۔دغسې د يمن په صورتحال، په سعودي عرب كښې د شوو خبرو اترو په پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د پاکستان کردار ته په ګرده نړۍ كښې په درنه سترګه كتلے شي۔ خارجه وزير ووئيل د اروپائي ائتلاف خارجه چارو لپاره اعلٰې نمائنده سره هم زما مهم ملاقات شوے٬ ھغوي د برسلز دورې بلنه راكړې او د دې نه علاوه خارجه چارو لپاره د اروپائي ائتلاف اعلٰې نمائنده وزيراعظم عمران خان ته هم د برسلز دورې بلنه وركړې ۔ خارجه وزير ووئيل د نريندر مودي لخوا غونډه رابلل يو غېر معمولي پېشرفت دے٬ ټول كشميريان د پنځم اګست په پرېكړه خوشحاله نه وو خو اوس به څه وئيل د وخت نه وړاندې وي۔ ده ووئيل د تركيه اولس مشر وزيراعظم عمران خان ته د تركيه دورې بلنه وركړې۔ د وزيراعظم عمران خان د تركيه دورې خدوخال تېارېږي۔ خارجه وزير ووئيلوزيراعظم عمران خان په سپينو ټكو د پاكستان نكته نظر وړاندې كړے٬ وزيراعظم ښكاره وئيلي دي امن لپاره نړۍ سره مرسته به روانه ساتلې شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشيووئيل مونږ به د امن په هلو ځلو كښې شراكتدار يو او په افغانستان كښې امن لپاره به خپلې هلې ځلې روانې ساتو۔
پاکستان به افغانستان كښې د امن بهير ملاتړ روان ساتي٬ په انطاليه كښې خارجه وزيرانو سره په ملاقاتونو كښې د افغانستان اوفلسطين په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې٬ اروپائي ائتلاف او تركيه وزيراعظم عمران خان له د دورو بلنه وركړې۔ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر