اسلام آباد 22 مارچ(اے پي پي) اولس ??شر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان يو س??له ايز او خپلواكه هېواد دے كوم چې ټولو ګاٶنډېانو هېوادونو سره ښې اړيكې غواري ۔ اولس ??شر دا خبرې د آذربائیجان د دفاع وزير جنرال ذاكر حسنوف اصغر اولو سره خبرو كښې كړې چا چې د جمعې پ?? ورځ ايوان صدر كښې اولس ??شر سره ملاقات كولو۔ اولس ??شر ووئيل پاكستان د خپلې سيمه ايزې سالمتيا لپاره د شريكې خوښو په ټولو چارو د هند پشمول ټولو هېوادونو س??ه په خبرو اترو باور لري٬ مونږ دا خوښي لرو چې ټول دوست هېوادونه په هند زور رواړي چې هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير كشالې س??له ايز هواري لپا??ه پاكستان سره خبرو اترو ته كېښنې ۔ ده ووئيل پاکستان آذربائیجان سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ اولس ??شر د مارچ په وړومبۍ نيټه كال 2017 كښې په اسلام آباد كښې د د اي سي او په 13مه سمټ كښې د اولس ??شر الهام علیوف د ګ??ون ستائنه كولو سره د دورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې رامخې ته كولو سره د جمو او كشمير په مسئله د آذربائیجان د پرله پسې ملاتړ هم ستائنه وكړه۔ اولس ??شر ووئيل زمونږ دوه اړخيزه اقتصادي اړيكې اوسني صلاحيت سره همكاري نه لري٬ د شريك تجارت حجم زياتولو ته اړتيا ده۔ ډاكټر عارف علوي د كركيلې ٬ مېنوفېكچرنګ ٬ د خدماتو په څانګه ٬ د پومبې ٬ د انجينئرنګ څيزونو ٬ د داروګانو جوړولو٬ د ويريژو٬ ټېكسټائيل ٬ رېډي مېډ جامو ٬ د سپورټس مصنوعات٬ د جراحۍ آلاتو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په تجارت كښې اضافې او شريكې مرستې له د امكاناتو د لټون ضرورت هم رامخې ته كړو۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا د ويزه په نظام كښې آساني پېدا كولو سره به د آذربائيجان څخه د سېلګرو او كاروباريانو شمېره زياته شي۔ ده ووئيل پاکستان په پاك افغان پ??له د عامو وګړو قانوني سفر كښې آسانۍ پېدا كولو لپاره موثره بارډر كنټرول نظام هم لګولې۔ ده ووئيل ټولې منطقې لپاره د افغانستان په بيا رغونې او بحالۍ كښې خپل كردار لوبولو ته اړتيا ده ۔ د آذربائیجان د دفاع وزير ووئيل پاکستان او آذربائیجان د ورورولۍ غوره اړيكې لري او تل ئې د يو بل ملګرتيا كړې ۔ اولس ??شر د پاكستان ورځې دستورو كښې د آذربائيجان د ګ??ون ستائنه كولو سره اولس ??شر الهام علیوف ته دپاكستان دورې بلنه هم وركړه
پاکستان ټولو ګاٶنډېانو هېوادونو سره ښې اړيكې غواري
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا