اسلام آباد18جون (اے پي پي) د توان وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي حکومت په برآمداتو آډانه شرح نمو عمل كوي٬ زمونږ صنعتونه مخ په وړاندې روان دي٬ انګلېسۍ كښې خبرو سره به داغونهپاكنه شي۔ موجوده حكومت د 22 كالو هلو ځلو نه پس راغلے، زمونږ مشهورتيا د لس فيصده يا د شل فيصده په بنياد نه بلكې په كاركردګۍ ده۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د بجټ په تقرير كښې د پورته كړې شوې نكتو په ځواب كښې حماد اظهر ووئيل موجوده حكومت د 22 كالو هلو ځلو نه پس راغلے، زمونږ مشهورتيا د لس فيصده يا د شل فيصده په بنياد نه بلكې په كاركردګۍ ده۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې د مشر چوكۍ څخه چې د شيريں مزاري پحقله كوم ريماركس راغلې ھغه د رېكارډ برخه دي او په ھغې بخښنه نه ده غوښتې شوې٬د مسلم ليګ (ن) يو غړي وئيلي چې زېړې كول د پنجاب كلتور دې٬ څوك چې دا وېنا كوي ھغه د پنجاب تاريخ مسخ كوي۔ حماد اظهر ووئيل د پنځو كالو په دور كښې يو كال داسې نه دې تېر شوې چې حكومت 4 فيصده شرح نمو ترلاسه كړې ٶي٬ د ګرانۍ شرح دا وخت 8.5 فيصده ده٬ د پيپلز ګوند په وړومبي كال د ګرانۍ شرح 21 فيصده په دوېم كال 11.7 فيصده٬ په درېم كال 13.7 فيصده او په څلور كال 11 فيصده وه٬ د بي آئي اېس پي ذكر هم شوې٬ آيا دا ھغه پروګرام دې په كوم چې فرزانه راجه 150 كروړه روپو سره مفروره ده٬ موجوده حکومت چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو په دې پروګرام كښې سركاري خلق هم شامل وو٬ په سياسي بنيادونو خلقو ته پېسې وركولې كېدې٬ مونږ په سېپځلي ډول دا پروګرام وچلولو او د احساس پروګرام تر انتظام لاندې مو دې ته پراختيا وركړه او تر يو كروړ 60 لكه كورنيو مو رسنه ترلاسه كړه٬ دې پروګرام څخه مو اته لكه ھغه كسان خارج كړل كوم چې يا خو سركاري ملازمان ٶ يا په سياسي بنيادونو شامل كړې شوې وو او كوم چې مستحق نه ٶ۔ ده ووئيل يو خوا بلاول بھټو زرداري په دريو صوبو كښې په غربت كښې د كمي حواله وركړې او بلخوا وائي چې د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوٶنكو كښې اضافه شوې ده ٬ په دې بيان كښې تضاد دے٬ د پيپلز ګوند په دور كښې نااهلي پټولولپاره په سركاري ادارو كښې د استعداد نه زيات كسان بهرتي كړې شوي۔ د دوي په دور كښې د جي ډي پي شرحې څخه د ټېكسونو د وصولۍ شرح ډېره كمه شوې وه٬ په بجټ تقرير كښې د ټېكسونو حواله هم وركړې شوې٬ مونږ ته دې په ګوته كړې شي چې كوم نوې ټېكس لګولې شوې دے۔ حماد اظهر ووئيل دا مهال پاكستان كښې د منطقې او نړۍ په مقابله كښې پټرول په ټيټه بيعه خرڅېږي او د ليوي شرح ئې 2 فيصده ده او د سېلز ټېكس شرح نزدې 17 فيصده ده۔ د مسلم ليګ (ن) په دور كښې د پټرول سېلز ټېكس 56 فيصده ته رسېدلې ٶ٬ حماد اظهر ووئيل چې مونږ خپلو حلقو ته په فخر سره تللې شو ځكه چې هلته ليوني سپي څوك نه چيچي او نه دغلته اېچ آئي وي كېسونه شته۔ زمونږ په حلقو كښې د موهنجوداړو صورتحال نه دے۔ ده ووئيل كوم انقلاب او سياسي بدلون چې په كراچۍ كښې راغلے په راتلونكو ټاكنو كښې به د سندھ په كليوالو سيمو كښې هم راشي٬ چيف جسټس هم وئيلي دي چې د سندھ حكومت يونس مېمن د بهر نه چلوي۔ حماد اظهر ووئيل سټيل ملزموجوده حکومت نه بلكې د مسلم ليګ (ن) حکومت په كال 2015 كښې بند كړې ٶ٬ په 1990 كښې د سلمان فاروقي سكېنډل او په كال 2008 كښې د رياض لال جي سكېنډل د پيپلز ګوند په دور كښې وو۔ حماد اظهر ووئيل مونږ ته د آئي اېم اېف پېغور راكوٶنكې ګوند پيپلز ګوند د ټولو نه زيات آئي اېم اېف سره مراجعه كړې ده او دا حقيقت دے۔ په وړومبي كال چې مونږ بجټ وړاندې كولو نو مونږ وئيلي ٶ چې وړومبې دوه كاله به د استحكام وي او د دې نه پس به شرح نمو پلو ځو٫ ھغه وخت مونږ سختو حالاتو سره مخ وو٬ مونږ په كلنه توګه 28اربه مالي مرستې ته اړتيا لرله۔ په دغه سخته وضعه كښې حكومت سمې پرېكړې وكړې او د دې نتيجې ستاسو په وړاندې دي
حکومت په ډھانچه جاتي اصلاحاتو عمل كوي٬ د اصلاحاتو له مخې په خام مال تر سل اربه روپو رعايت وركړے شوے دے۔ د توان وفاقي وزير حماد اظهر په بجټ تقرير كښې د پورته كړې شوې نكتو ځواب
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات