اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ميرمنو هنرمندو جوړولو لپاره د بشپړه اقداماتو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې د پاكستان معيشت ښه كولو لپاره د ميرمنو كردار اهميت لري، فني تربيه ترلاسه كول ځوانانو او په خاص توګه ميرمنو لپاره ضروري ده،حكومت ميرمنې په معاشي توګه خپلواكه كولو له هغوې له د بانكونو د لارې قرضې وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ”خوشحال پاكستان” په سرخط دستورې ته وينا كښې وكړه د كومې اهتمام چې ټيكنيكل ايجوكيشن اينډ ووكيشنل ټريننګ اتھارټي (ټيوټا) د فيس بك اشتراك سره كړې ؤ۔ صدر مملكت ووئيل بايد ميرمنې د تعليم ترلاسه كولو نه پس عملي ميدان كښې كردار ترسره كړي، فني تربيه ترلاسه كول د ځوانانو لپاره ضروري ده،هغه هېوادونه پرمختګ كوي كوم چې نوې رجحان پيژني ، تر 2030ء به نړۍ ته سائبر سكيورټي كښې 4 كروړه كسانو حاجت وي، ورچوئل پوهنتون په لږو روپو معياري تعليم وركوي۔ صدر فاصلاتي تعليم موقعو زياتولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د پاكستان معيشت مخ په وړاندې بوتللو كښې بايد ميرمنې كردار ترسره كړي، قائداعظم محمد علي جناح وئيلي ؤ چې كوم قوم كښې چې ميرمنې د نارينه سره نه وي ولاړې هغه پرمختګ نه شي كولې۔ ده ووئيل بايد پاكستان په تندۍ سره پرمختګ وكړي، ځوانان او په خاص توګه ميرمنې هنر ندې جوړول به هېواد لپاره ګټه ور وګرځي، كه دوې هنرمندې نه كړې شي نو ټولنه به ورستو پاتې شي۔ده په دستوره كولو ټيكنيكل ايجوكيشن اينډ ووكيشنل ټريننګ اتھارټي (ټيوټا) او فيس بك انتظاميې له مباركي وركړه۔ صدر ووئيل پاكستان ته د 9 لكهه نرسز حاجت دې، هېواد كښې دا مهال 2 لكهه نرسز كار كوي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل بايد پاكستان د آئي ټي او ټيكنالوجي نورو څانګو موقعو څخه استفاده وكړي، سائبر سكيورټي او آئي ټي پوهانو شميره به پوهنتونونو مشاورت سره زياتولې شي۔ دې څخه وړاندې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په دستوره كښې ټيوټا څخه تربيه ترلاسه كونكو هنرمندو ميرمنو له سرټيفكيټس هم وركړل۔دستورې ته د ټيكنيكل ايجوكيشن اينډ ووكيشنل ټريننګ اتھارټي (ټيوټا) چيئرمين علي سلمان صديق، منيجر پبلك پاليسي فيس بك سحر طارق او نورو هم وينا وكړه۔
ميرمنې هنرمندې جوړولو لپاره بشپړه اقداماتو ته اړټيا ده، د پاكستان معېشت ښه كولو لپاره د ميرمنو كردار مهم دے، د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ” خوشحال پاكستان” په سرخط دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania