اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سېلابي صورتحال قامي ايمرجنسي ګرځولو سره وئېلي دي په سندھ او بلوچستان كښې به د غېر معمولي تباهۍ صورتحال مخ نيوي لپاره قامي جذبه ښودل وي٬د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د ټول قام په خاص توګه د بهرنو هېوادونو پاكستانيانو عطيات ته ضرورت دے ۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل په ډېره لويه پېمانه د شوې تباهۍ په سبب به زياتې پېسې پكار وي٬وفاقي حكومت صوبو سره په ګډه بشپړه هڅې كوي٬وسيلې كارولې شي٬د بارانونو او سېلاب په سبب د رېليف په كارونو كښې مشكلات رامخې ته كېږي۔د اولس په مرسته د ځپليو د رېسكيو كولو او رېليف عمل تندولے شي۔دې ووئيل د وزيراعظم فلډ رېليف فنډ 2022 كښې عطيات جمع كېدې شي۔۔دې ووئيل دننه او بهر هېوادونو كښې ټولو پاكستانيانو ته د زړه په اخلاص د عطيات جمع كولو خواست دے۔دا عطيات په اكاؤنټ (Prime Minister Relief Fund Account 2022 Account No. ‘G-12164) كښې جمع كېدے شي۔دې ووئيل بهر مېشته پاكستانيان د وائر ټرانسفر٬مني سروس بيوروز٬مني ټرانسفر آپرېټرز او د ايكسچېنج هاؤسز د لارې هم عطيات رالېږلے شي۔عطليات په ټولو كمرشل بېنكونو كښې هم جمع كېدے شي او د بېنكونو په ډراپ باكس كښې كراس چېك٬موبائل او انټرنېټ بينكنګ٬اے ټي ايمز٬اے بي اېف ټي د لارې هم راتللے شي
سندھ او بلوچستان كښې د غېر معمولي تباهۍ صورتحال مخ نيوي لپاره به قامي جذبه ښودل وي٬د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د ټول قام په خاص توګه د بهر هېوادونو پاكستانيانو عطيات ته ضرورت دے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔