اسلام آباد01 نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپ??كر راجه پروېز اشرف وئېلي دي موسمي بدلون د انسانيت وجود ل??اره لوي خطر دے ٬د دې چېلنج مخ نيوے او انسانيت د موسمي بدلون ناوړه اثراتو څخه محفوظ ساتلو لپاره په نړيواله كچه مرستې ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېشيا پيسيفك ډيپارټمنټ مشر مائيكرو ګنټر ملاقات په مهال كړې۔پارليماني آؤټ ريچ اهميت په اړه سپ??كر ووئيل د پارليماني آؤټ رېچ پروګرام افاديت په خاص توګه د قامي اسمبلۍ پاك چائنا اكنامك كورېډور خصوصي پارليماني كمېټۍ سره د اېف اي اېس مرسته ستائېلې۔ده ووئيل په دې مقدس اداره د اولس باور زي??تولو لپاره پارليماني رسنې ته اړتيا ده۔ده د پاك المان اړيكو ذكر كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه يوبل سره ښې اړيكې لري۔پاكستان كښې د سېلاب له امله په شوې تباهۍ په خ??لو خبرو كښې سپ??كر ووئيل پاكستان كښې د موسمي بدلون په وجه د سېلاب په نتيجه كښې هېواد ته لوي زي??ن رسېدلے ۔ده په نورو پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د موسمي بدلون مخ نيوي لپاره د راوړاندې كېدو په حاجت زور راوړو۔د اېشيا پيسيفك مشر د قامي اسمبلۍ سپ??كر راجه پروېز اشرف د پاكستان په پارليمان كښې د اېف اي اېس بېلو پروګرامونو او په خاص توګه قامي اسمبلۍ كښې د مېرمنو پارليماني كاكس كښې د جينډر ريجټنګ اوسني پروګرام په اړه خبر كړو۔د اېشيا پيسفيك مشر د قامي اسمبلۍ سپ??كر ته د شهيدې بېنظيربهټو د المان سوشل ډيمو كريټك ګوند ل??ډر شپ سره يادګا??ي عكس هم وړاندې كړو۔د قامي اسمبلۍ سپ??كر د قامي اسمبلۍ په سېكرټرېټ كښې دا يادګا??ي عكس په سپ??كر هاؤس كښې د لګولو سپارښتنه وكړه۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د اېشيا پيسيفك ډيپارټمنټ مشر مائيكرو ګنټر ملاقات
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن