اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی)وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر مشر اسد عمر د کورونا وائرس ناروغۍ څلورمې چپې په اړه خبردارې وركولو سره د اېس او پيز نه عملي كېدو په صورت كښې د شادي هالونو او هوټلو بندولو امكان ښكاره كړې دے۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې هغه ووئيل كه په كورونا اېس او پيز عملدرآمد ونكړے شو نو نو شادي هالونه او هوټلې به بندول وي۔ پاكستان كښې د كورونا كېسونو شمېر په پرله پسې ډول مخ په ډېرېدو دے۔ اسد عمر ووئيل دوه اونۍ وړاندې ما وئيلي وو چې آرټیفیشل انټیلی جنس د کورونا وائرس وبا څلورمې چپې امكانات ښكاره كړي۔ د څلورمې چپې په اړه ما دوه اونۍ وړاندې خبردارې وركړې و او اوس د وائرس وبا څلورمې چپې پېل كېدو علامات رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ هغه ووئيل كه د هوټل او جم مالكانو د ذمه وارۍ څرګندونه ونكړه نو د دې د بندولو نه غېر به بله كومه لاره نه وي
د كورونا اېس او پيز نه عملي كېدو په صورت كښې به شادي هالز او هوټلې بندول وي۔ اسد عمر
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس