اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د انرژۍ په حقله د اعلٰی پاې غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو عمر ايوب خان٬فواد چوهدري٬مخدوم خسرو بختيار٬د توان سېكتر عرفان علي٬د توان په حقله د ??اس?? فورس چيئرمېن نديم بابر او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د توان په څانګه كښې هېواد ته ??ه پیښو مسئلو پھ خاص توګه د ګرځينده قرض جاج اخستلو له وزيراعظم ته ??وئيل شول يوازې په كال 17-2018 كښې ګرځينده قرض 4 نيم سوه ارب روپۍ زيات شوې د كوم بنيادي وجه چې د هغې وخت حكومت هغه سياسي پريكړه وه د كومې ترمخه چې وزارت ته ??ئېلي شوي وو چې 100 فيصده د برېښنا غلا كوونكو سيمو ته بې د څه ځنډه برېښنا وركول روانه وساتۍ۔يو اړخ ??ه د ګرانې بجلې پېداوار او بل اړخ ??ه غلا او د بلونو نه جمع كولو په سبب ګرځينده قرض ډېر زيات شو۔وزيراعظم ته ??وئيل شول دا وخت 41 فيصده برېښنا په درآمد كوونكو ګرانو تېلو پېدا كېږي۔په نړيوال كچ د تېلو ګرانېدو سره پېداواري لګښت لا زيات شوې۔غونډې ته ??وئيل شول په شخصي توګه د برېښنا پیدا كوونكو كارخانو پېداوار پرله پسې كمېږي۔وزيراعظم غونډې ته ??وئيل تېرو واكدارانو يوازې د خپلې سياسي ګټې لپاره هېواد او قام د قرضونو دلدل ته ??رديكه كړي ٬ ده ووئېل يو پلو په ب??رنيو قرضونو د ګرانې برېښنا پېدا كولو كارخانې جوړول او بل پلو د ترسيل او وېش څانګه نظرانداز كول مجرمانه غفلت دے او داسې كوونكي قامي مجرمان دي۔وزيراعظم د توان وزارت ته سپارښتنه وكړه چې د ترسيل او وېش پھ اړه جديده ټېكنالوجي معرفي كولو ته خاص پام لرنه وكړئ دغسې چې د ترسيل او وېش مسائل حل كړې شي۔وزيراعظم امر وكړو چې د روژې مياشت تر مخه خاص انتظامات وكړئ دغسې چې د روژه ماتي او پېشمني په وخت د برېښنا وركړه باوري كړې شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د انرژۍ په حقله غونډه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز