اسلام آباد 10نومبر (اے پي پي) سپريم کورټ د آرمي پبلك سکول پېښې از خود نوټس کيس سماعت څلورو اوونو لپاره ځنډولولو سره حکومت څخه په راروان سماعت د پيش رفت رپورټ وغوښتلو۔ د شورو په ورځ چيف جسټس ګلزار احمد په شمرۍ كښې درې كسيزه بينچ د کيس سماعت وكړو۔ د سماعت په مهال عدالت د اړخه په رابللو وزيراعظم عمران خان عدالت ته پخپله وړاندې شو۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ، وزير مملکت فرخ حبيب ، وفاقي وزير شيخ رشيد احمد، خاص مرستيال علي اعوان ،وفاقي وزير علي زيدي او سنېټر عون عباس بپي هم د وزيراعظم سره ؤ۔ د سماعت په مهال وزيراعظم عمران خان روسټرم ته راتللو سره ووئيل كله چې اے پي اېس پېښور پېښه وشوه نو په صوبه كښې زمونږ حكومت ؤ، د پېښې په روځ پېښور ته تللې وم ،روغتون ته تللو سره مې د ژوبل كسانو سره ملاقات كړې ؤ۔ ده ووئيل صوبائي حکومت چې څومره هم مداوا كولې شوه هغه ئې كړې ده،د ټولو سياسي ګوندونو اختلاف يو پلو كولو سره د اے پي اېس پېښې نه پس نېشنل ايکشن پلان جوړ شوې۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد مونږ جنګ كشې كاميابي ځكه ترلاسه كړې چې ټول قام د پاك پوح سره ولاړ ؤ، وزيراعظم ووئيل مونږ نېشنل انټيليجنس کوآرډينشن کمېټي جوړه ګرې كومه چې معامله ګوري۔
د آرمي پبلك سکول پېښې از خود نوټس کيس ، وزير اعظم عمران خان سپريم کورټ ته وړاندې شو، سماعت څلورو اوونو لپاره وځنډولې شو
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea