اسلام آباد 15جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې(ن)ليګ د اوسني دور ايسټ انډيا كمپني ده لكه څنګه چې ايسټ انډيا كمپنۍ پيسۍ لوټ كړې وه هم داسې نواز شريف هم كړي٬په ګوالمنډۍ كښې لوبې كونكي نن په لندن كښې د پولو ميچونه كوي٬سمندر پاكستانيان د سياست لازمي جز ګڼو٬د(ن)ليګ ټول مشران په لندن كښې ناست دي خو د سمندر پورې پاكستانيانو د ووټ په حق اعتراض لري٬ جي 20 د پاكستان د 3.7 ارب ډالر قرض د روان تر آخره معطل كړے٬د اليكټرانك ووټنګ مشين د لارې ووټنګ زمونږ ترجيح ده٬د پي اېس ډي پي له مخې د 900 ارب روپو پروژې لرو٬اپوزېشن دې بجټ ولولي او بيا دې تجاويز وړاندې كړي٬كه اپوزېشن خپله خبره كوي نو دوي ته به زمونږ خبره هم اورېدل وي٬د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې د غونډې نه پس خبريالانو ته د بريفنګ وركولو په مهال د اطلاعاتو وزير ووئيل چې جي 20 د پاكستان د 3.7 ارب ډالرو قرض د روان كال تر آخره معطل كړې٬دا معيشت لپاره ښه خبر دے٬د قرض دا رقم مونږ ته په سمدستي توګه ادا كول و٬ده ووئيل چې د كابينې په غونډه كښې د اليكټرانك ووټنګ مشين په اړه خبرې شوې دي٬د تېرې اونۍ په مهال د ټاكنو كميسون سره په ملاقات كښې مونږ د اليكټرانك ووټنګ مشينونو د ډيمو خبره كړې وه٬روانه اونۍ د ټاكنو كمېشن ته دا ډيمو وړاندې كړې شوې٬په دې كښې د ټاكنو كمېشن پوښتنې هم وړاندې كړې دي او پوهانو د دې ځواب وركړې٬ده ووئيل چې د نېشنل انسټي ټيوټ آف اليكټرانكس او د كمسېټس لخوا د اليكټرانك ووټنګ مشينونو د پرو ټو ټائف د تيارۍ عمل روان دے۔دا ټېكنالوجي د ټاكنو كمېشن د 36 نكاتي ايجنډې له مخې تياره كړی شوې٬زمونږ خواهش دې چې په راتلونكو ضمني ټاكنو كښې د اي وي اېم استعمال وشي۔ده ووئيل چې د نادرا سسټم د آډټ په اړه د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت رپورټ وړاندې كړې شوې۔ده ووئيل چې د پارليماني چارو وزارت وزيراعظم ته وئېلي دي چې د ټاكنو د اصلاحاتو بل د جون په 11مه نېټه كال 2021م د قامي اسمبلۍ څخه د منظورۍ نه پس سېنېټ ته لېږلې شوې هم داسې د اليكټرانك ووټنګ او بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ اختيار وركولو په اړه آرډيننس هم د قامي اسمبلۍ څخه د منظورۍ نه پس سېنېټ ته لېږلې شوې۔ده ووئيل چې د شهباز شريف څخه اېف آئي اے څلور پوښتنې كړې دي چې د دوه شوګلر ملونو څخه د 25 ارب روپو د مني لانډرنګ ځواب وركړي۔ده ووئيل چې د عدليې څخه مونږ غوښتنه كوو چې د شهباز شريف د كيسونو دې په ورځني بنياد اورېدنه وكړی شي٬اولس د دې كيسونو نتيجه ليدل غواړي۔ده ووئيل چې په كراچۍ او سندھ كښې حالات د ټولو په وړاندې دي د وفاق نه چې كومه پيسه سندھ ته ځي پھ منظم ډول يې دبئي٬كاناډا٬برتانيه او فرانس ته مني لانډرنګ كېږي٬دا د پاكستاني اولس پيسه ده۔ده ووئيل چې كابينې د رېپ او كورني تشدد په جرم كښې د ناروے حكومت لخوا د سزا شوي مجرم محمد ادريس د ناروے حكومت او د مجرم په خپل خواست د ناروے حكومت ته د سپارلو منظوري وركړې۔ده ووئيل چې وفاقي كابينې د نېشنل ډيجيټل كېبل پالېسي 2021 اصولي منظوري وركړی۔ده ووئيل چې كابينې په 7 هېوادونو كښې د كميونټي ويلفيئر اتاشي په چوكو د افسرانو د ټاكنې منظوري وركړی٬كابينې په سعودي كښې د پاكستانۍ ټولنې شكايات په نظر كښې ساتلو سره د دوه افسرانو د بېرته رابللو منظوري هم وركړې۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې مونږ د دې خبرې ملاتړ كوو چې بايد په بجټ بحث وشي مونږ د اپوزېشن د تنقيد څخه كومه ستونزه نه لرو خو تنقيد او توحين دوه بېلا بېل څيزونه دي كله چې اپوزېشن د تنقيد په نوم توحين وكړي نو هغه به د قبلولو وړ نه وي۔ده ووئيل چې كه د وزيراعظم او وزيرانو په ضد بد تميزي او بد تهذيبي وكړې شي نو د ايوان ماحول به خراب شي۔اوس هم اپوزېشن ته وائيو چې په تسلۍ دې بجټ ولولي٬خپل مثبت تجاويز دې وركړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې اپوزېشن دې د اصلاحاتو په اړه خپل تجاويز وړاندې كړي٬احسن اقبال وائي چې بايد سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټنګ حق ورنه كړې شي۔د شهباز شريف خپل سياست دے۔ده ووئيل چې اپوزېشن دې اول پخپلو كښې مشوره وكړي بيا دې خپل نظر وړاندې كړي۔ده ووئيل چې ټول اتحاديان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يو موټې دي
جي 20 د پاكستان د 3.7 ارب ډالر قرض د روان تر آخره معطل كړے٬د اليكټرانك ووټنګ مشين د لارې ووټنګ زمونږ ترجيح ده۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مېډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ